IQNA

  په مراکش کې د اماراتو د بریل قرانونو ویشل

10:49 - May 11, 2025
د خبر لمبر: 3491095
ایکنا - د دوبۍ د اوقافو بنسټ او د اموالو ادارې په مراکش کې د نابیناؤ یا روشندلانو په ځانړی مرکز او موسیسو کې  د ۶۴۶  قرانونو نسخې ووېشلې.

ایکنانیوز د الخلیج په حواله راپور راکوي،،دا قرآنونه د نابینایانو د مخصوصې البصیره قراني پکیج  په چوکاټ کې د معلولیت لرونکو کسانو د پاملرنې په برخې کې فعالو موسسو او اورګانونو باندې ووېشل شول.د متحده عربی اماراتو د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د تعلیمي خدمتونو شرکت په دغه ویش کې ملګرتیا کړې وه، او دا قرأنونه د مراکش په پلازمېنې رباط او کازابلانکا ښارونو کې ووېشل شول. 

د مراکش د معلولیت د  پراختیا د ملي ټولنې غړو،له  نابینایانو او کم بینایانو سره د پیوستون د ټولنې،د نابینایانو د ملي ټولنې،او د علوي اورګان د نابینایانو د پاملرنې موسسې او هغو کسانو چې د بریل خط په لوستلو کې مهارت لري دا قرانونه ترلاسه کړل  څو د قران کریم په اورېدو او تدبر کې ورسره مرسته وشي. 

د دوبۍ د اوقافو بنسټ او د اموالو ادارې اعلان وکړ چې دا قران، چې د «مصحف البصیره» په نوم یادیږي،د یوه ملایشیائي شرکت په ملګرتیا تولید شوی دی.دغه مرکز زیاته کړه چې مصحف البصیره د بریل فهرست او غږیز برېښنایي قلم لري چې نابینایانو ته د ایتونو په ټاکلو او اورېدو کې مرسته کوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4281469

captcha